IQNA

دښمن د سپاه پاسدارانو  د وجود په برکت له ایرانه ویره او وحشت لري

16:45 - February 24, 2023
د خبر لمبر: 3486946
ایکنا-(تهران) دتهران د جمعې لمانځه  خطیب د اسلامی انقلاب له بري  په وروسته پړاؤ کې د سپاه پاسدرانو بې بدیله رول ته په اشارئې سره ووئيل، ایران نن سبا د ډرونز  او توغندوي قدرت په هغه ځائیګي کې دی چې هیڅ یو قدرت ورڅځه انکار نشي کولی او اوس  ټول د  اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په برکت سره له ایرانه ویره او وحشت لري او  مخې ته ئې نشي ورتللی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب روښانه کړه،له بشپړ سنبالو اته کلن پوځي او اقتصادي  تپلي جنګه وروسته  چې د اسلامی ایران د بریالیتوب سبب شوی دښمنانویو نوی کړچار وړاندې کړ او هغه جنګ،یرغلونه،او کلتوری شبخون او  کلتوری یرغلونه وو. هغه همدرااز د دښمنانو سره په مبارزې کې د سپاه پاسدارانو  رول بې بدیله وبالۀ او وې وئيل،سپاه پاسدارانو د اسلامی ایران په ضد په ترکیبی جنګ حوزې کې  او د دفاعي توان په پیاوړتیا کې بې بدیله رول لوبولی دی .

د تهران  ولایت د عمومي څارنوالۍ  دعمومي اړیکو ادارې پخپل یوه راپور کې وئيلي دي ،د تندر ترهه ګرې ډلګۍ د سرغنې جمشید شارمهد پر دوسیې  له غور او څیړنو  وروسته د تهران د انقلاب  عدالت  هغه د افساد فی الارض او دترهه ګرو  اقداماتو د هدایتولو په تورونو سره په پانسۍ محکوم کړ. د تندر ترهه ګرې ډلګۍ د دغې سرغنې لپاره د پانسۍ د سزا په  اورولو پسې د جرمني خارجه وزارت  په یوه لاسوهونکي  اقدام کې په برلین کې د ایران د اسلامی جمهوریت دس فارت شارډزافیراحضار کړ او دوه ایراني ډيپلوماټان ئې وویستل.  

 ، دتهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقي  د جمعې لمانځه په خطبو کې دې ته په اشارې سره چې د تندر ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه جمشید شارمهد په عدالت کې  دخپل وکیل په شتون سره  په پانسۍ محکوم شوی ،په دې باب ئې د جرمني د  حکومت په لاسوهونکي  چلند باندې سختې نیوکې وکړې او وې وئيل، دجرمني حکومت  او بشری ضده  رسندویو دغه موضوع له مشکل سره مخ کړه او  حتی د جرمني حکومت ځیني ا یراني ډيپلوماټان هم  ویستل چې لازمه  ده  د ایران ولس له خارجه وزارته   تمه لري،له دغو سپيرو  اقداماتو سره  مناسبت چلند وکړي.

حجةالاسلام  کاظم صدیقي  په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې  د اسلامی انقلاب    د بریالیتوب له هماغه لومړنۍ ورځې څخه ختیځي او لویدیځي نړیوالو قدرتونو غوښتل د ایران په اسلامی انقلاب ګوزارونه وکړي، زیاته کړه،د اسلامی ایران  دښمنانو د نرم جنګ او د قومیّتونو د لمسونې پشمول په مختلفو حربو سره داخلی  اختلافات زیات کړل او لمن ئې و رته ووهله،خو دغه دښمنۍ د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په تدبیر او د ولس په ملګرتیا سره شنډ شول.

https://iqna.ir/fa/news/4124090/%D8%

captcha